د لغمان ولايتي شورا: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې درې ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۸، پنشجبه)

تيره شپه ګډو ځواکونو د لغمان ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال درې تنه ملکي وګړي وژلي او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتیزی وايي، په عملیاتو کې د وسله والو تر څنګ ملکيان هم وژل شوي چې د پلټنو لپاره يې پلاوی ټاکل شوی دی.

حکومتي سرچينې وايي، عمليات د ملی امنيت رياست د صفر دوه ځانګړو ځواکونو له خوا شوي خو یاد رياست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په عين حال کې د لغمان د ولايتي شورا مرستيال عبدالعزيز وايي، چې وژل شوي کسان دريواړه ملکي وګړي دي  او له حکومت څخه يې غوښتي چې بايد ورته ډول عمليات نور بند کړي.

ځايي خلکو د ملکي کسانو د وژل کيدو په تړاو لاریون کړی او د اعتراض په ډول يې د شهيد شويو ملکي وګړو جسدونه د ولايت مقام مخې ته وړي دي.

هغوی د پيښې د عاملینو د جزا غوښتنه کوي.

ځايي خلک وايي، چې عملیاتي عسکرو د یوه کور دوه او د بل کور یو تن وژلی او درې تنه نور يې ټپيان کړی دي.

تر دې مخکې هم په ځینو اطرافي سیمو کې د صفریک، دو، سې ځانګړو او ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلک وژل شوي خو تيره مياشت د جلال اباد ښار کې د يادو ځواکونو په عملیاتو کې د  یوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول چې اشرف غني د دغه عملیاتو د بنديدو امر وکړ.

له يادې پيښې وروسته دا لومړی ځل دی چې د جلال اباد په ګاونډي ولايت لغمان کې يو ځل بیا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلک هدف ګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button