کشمیر: د هندي او پاکستاني بوځیانو ترمنځ نښته، دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۸تله، ۱۳۹۸)

کشمیر کې د پاکستاني او هندي پوځیانو ترمنځ تازه نښته رامنځته شوې چې له امله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند په هندي ځواکونو تور پورې کړی چې د کشمیر د وېشونکي پولې په بروه او چیري کوټ سیمه کې یې اوربند مات کړی او د دوی په ځواکونو یې برید کړی دی.

په دې نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ټپیان دي خو د نورو تلفاتو په اړه یې مالومات نه دي خپاره شوي.

پاکستاني پوځ همدا رنګه ادعا کړې چې د هندي ځواکونو د برید په غبرګون کې دوی هم برید کړی او په ټکو یې چې دوه پوستې یې ورویجاړې کړي دي.

د پوځ د ویاند له قوله چې په یاد ځوابي برید کې ۵ هندي ځواکونه هم وژل شوي خو د هند پوځ تر اوسه د دې تازه پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې له تیرو څو میاشتو راهیسي په کشمیر کې پاکستاني او هندي ځواکونه سره ښکر په ښکر دي.

څه وخت مخکې هم په یاده سیمه کې د هندي ځواکونو په تعرضي بریدونو کې دوه پاکستاني ځواکونه وژل شوي ول.

مربوطه مطالب

Back to top button