له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا او ترکیې ترمنځ ناندرۍ

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۸تله، ۱۳۹۸)
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر وکړ، د ترکیې او امریکا ترمنځ ناندرۍ رامنځته شوي دي.
ترکیه په پام کې لري چې د کُردي ځواکونو په خلاف عملیات ترسره کړي خو امریکا ته د ترکیې دغه عمل ناوړه بریښي او ترکیه نه پریږدي چې دغه چاره ترسره کړي.
کردي ځواکونو په سوریه کې د امریکا سره اوږه په اوږه د داعش په خلاف عملیات ترسره کړي او امریکا یې د ځان ملاتړي بولي
خو ترکیه بیا دغه کردي ځواکونه د ځان دښمنان بولي او وایي چې ډیر ژر به یې په خلاف عملیات ترسره کړي.
ډونالډ ټرمپ ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له خپله حده دې نه اوړي، ده ویلي، که ترکیه د کردي ځواکونو په خلاف عملیات ترسره کړي نو اقتصاد به یې ورفلج کړي.
اوس تازه یوه مشهور، ټرمپ ته نږدې امریکایي سناتور لیندسي ګراهام د ترکیې په ضد څرګندونو کې ویلي، که دغه هیواد د کردانو په خلاف عملیات وکا نو سخت زیان به وویني.
ده خبرداری ورکړی چې په داسې یوه طرحه یې کار پیل کړی چې په ترڅ کې به یې ترکیه سخت ویجاړونکي بندیزونه وویني.



