پاکستان: که هند هر څه کوي؛ موږ دخپلې دفاع لپاره کافي امکانات لرو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ تله ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان دهندي پوځیانو وروستیو تېریو ته په اشارې ویلي، که هند رافیل الوتکې لري او که هر څه وکړي دوی هم د خپلې دفاع په چل پوهېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د اټومي وسلو او د سیمې د امنیت په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی که هند هر څه وکړي دوی د خپلې دفاع لپاره کافي امکانات لري.

فیصل زیاته کړې، له هنده د خیر تمه نشي کېدای، ځکه پاکستان پر نړۍ ټینګار کوي چې دا دواړه هېوادونه د اټومي جګړې له پیله راوګرځوي.

دیادونې ده چې په دې وروستیو کې هند له فرانسې سره د کړې هوکړې له مخې له یاد هېواده د ۳۶ رافیل پرمختللیو جیټ الوتکو له ډلې، لومړۍ هغه یې تر لاسه کړې ده.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هند ویلي وو چې د رافیل الوتکو د ترلاسه کولو په صورت کې به پاکستان د کنټرول کرښې ته د نږدې کېدلو جرئت ونه کړي.

داپه داسې حال کې ده چې هندي او پاکستاني عسکرو تېره شپه کشمیر کې یو پر بل ډزې کړي او دواړه غاړې یو بل ته د درندې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button