کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو دامریکایی ولسمشر وروستۍ څرګندونې چې له افغانستانه پکې دبهرنیو ځواکونو دوتلو یادونه شوې وه، ستایلي او دایې دامریکایي او افغان ولس اساسي غوښتنه بللې.
دقطر دسیاسي دفتر ویاند اوددې ډلې دمذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین نن جمعه په دوو ټویټونو کې یادې موضوع ته اشاره کړې ده.
شاهین لیکي《 د ټرمپ لخوا په یوه ولسي غونډه کې یوځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ژمنه وشوه او خلکو یې په اوږدو چکچکو او نعرو سره تود هر کلی وکړ.
شاهین زیاتوي، یاد تود هرکلی دا ثابتوي چې د افغانستان د اشغال پای ته رسول یوه ولسي او مهمه غوښتنه ده.
شاهین وړاندې لیکلي، موږ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د ستونزې حل بولو او دا دامریکې او افغانستان د ولسونو په ګټه هم دی》.
داپه داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې دافغان جګړې د یایته رسولو لپاره دامریکایي سیاسیونو ترمنځ اختلافات پیداشوي، خو غوڅ اکثریت له دې جګړې دخپلو ځواکونو وتل اودا ناکامه جګړه پایته رسول غواړي.

















