سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ټرمپ سیاسي ضعف او متزلزل دريځ!!

محمود نشرونکی: محمود
اکتوبر 11, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
53
ځلې شریک شوی
138
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

دا چې د امریکا په څېر د یوه داسې يرغلګر هېواد جمهور رئيس بايد د يوې پرېکړې خاوند وي او دمتزلزل دريځ څښتن بايد نه وي، د هېواد، نړيوالو او ان يرغمل شويو هېوادونو لپاره بايد پر يوه پرېکړه ولاړ واوسي، او د هر چا په اړه بايد يوه قاطع فيصله ولري.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

خو د امريکا اوسنی جمهور رئيس چې د زور له لارې واک ته رسېدلی دی؛ داسې نه دی، بلکې د يوه متزلزل دريځ څښتن ولسمشر دی، د خپل متزلزل دريځ له امله يې دا دی دی ټولو ډېر مخالفين په خپله په امریکا کې دي، چې هر وخت د ده پر خلاف شعارونه ورکوي، ان تر دې چې په امريکا کې دننه په دولتي کچه هم زياتره دولتي چارواکي د ټرمپ د متزلزل دريځ پر خلاف دي، او وخت پر وخت يې د پرېکړو مخالفت کوي.

ټرمپ هم په دې نه پوهېږي چې څه ډول دريځ خپل کړي، د چا ومني؟ چا ته اعتبار ورکړي؟ او څوک وپوښتي؟ د ټرمپ غير رسمي ټويټونو، سُست او ژر بدلېدوني دريځ، متزلزل تصميم او ارادې دا دی اوس په ټوله نړۍ کې د امريکا حيثيت ته پوره تاوان او زيان رسولی دی، او د څېړونکو په اند امريکا بيا نشي کولی چې خپل پخواني موقف ته ځان بېرته بوځي. ځکه چې ډونلډ ټرمپ د خپلو متزلزلو دريځونو، جنګي ناکامو سیاستونو، د فرېب او دوکې ستراتيژيو، او نورو ورانکاريو له امله د امريکا نړيوال موقف ته سخت تاوان اړولی دی او اوس د امريکا ستنېدل بېرته خپل موقف او مقام ته يو ناشونی او محال کار دی.

د ټرمپ د ناکامو سياستونو او متزلزلو دريځونو له جملې څه بايد دلته يادونه وکړو:

ټرمپ چې د خپل جمهوري رياست په لومړيو کې يې په جګړه ييزو تکتيکونو ټينګار کولو او تل به يې ويل چې بايد جګړه وکړي او له دې لارې د افغانستان طالبان مات کړي، خو تقريباً له يوه کال وروسته يې ژر درک کړه چې افغانستان چا په زور نه دی نيولی نو د رضا، سولې او مذاکراتو لار يې غوره کړه او د سولې د هئيت د مشر په توګه يې زلمی خليلزاد اسيايي هېوادونو ته راولېږه تر څو له طالبانو سره سوله وکړي او په ترڅ کې به يې امریکا هم خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

خو بيا هم البته يا هم خليلزاد پر خپل سر او يا هم د ټرمپ او نورو امریکايي لوړ پوړو چارواکو په وينا او لارښوونه په دې هڅه کې شو چې طالبان وغولوي، خو کله چې دا کار ورته ناشونی وبرېښوده نو په دويم قدم کې يې داسې هڅې پيل کړې چې د افغانستان ملت، اسلامي هېوادونو او ان ټولو نړيوالو ته وښيي چې طالبان د ګاونډيو هېوادونو د ګټو لپاره جنګېږي، خو د طالبانو کلک او سخت دريځ خليلزاد او د امريکا د سولې نور هيئت دې اړ وېست چې د طالبانو د مبارزې او مجادلې حقانيت ومني. نو د امریکا د سولې هيئت له دې جال څه هم تېر او په حقيقت کې سولې ته کېناستل، له طالبانو سره يې ايله په نهو مياشتو کې  د سولې په اړه يوه موافقه نهايي کړه او تمه وه چې ژر به يې اعلان کړي، خو ټرمپ د يوه ټويټ په ترڅ کې بيا د خپل متزلزل دريځ او ناکام سياست له امله د سولې په اړه دغه پرمختللې خبرې ودرولې او ادعا يې وکړه چې په کابل کې طالبانو يو امریکايي پوځي وژلی.

ټرمپ که څه هم ګومان کاوه چې په دې واسطه به د طالبانو دريځ يا نرم کړي او يا به هم طالبان په نړۍ کې د ناکامو سياست والو په حيث معرفي کړي.

خو په دې دام کې ټرمپ په خپله ګير شو او ټولې نړۍ ته يې خپل جنګي خباثت وښوده چې ټرمپ او امریکايي لوړپوړي چارواکي جګړه خوښوي او سولې په هېڅ ارزښت او اهميت قائل نه دي نو له دې امله وايو چې ټرمپ يو ناکام سياستمدار امريکايي ولسمشر دی، چې په خپل ناکام سیاست يې د امريکا نړيوال حيثيت هم له ناکامۍ سره مخ کړ.

خو اوس دا دی لومړی خو خليلزاد د طالبانو له استازو سره د سولې په اړه په اسلام اباد کې پټه لیدنه وکړه او بيا يې له طالبانو سره د سولې په اړه اميدواري وښودله.

او دا دی تېره ورځ ټرمپ هم ټويټ وکړ او بیا يې يوې کمپايني غونډې ته په خپله وينا کې وويل «چې سوريې ته مونږ د مياشتو لپاره تللي وو، خو اوس مو لسم کال دی نو بايد خپل ځواکونو له هغه ځایه راوباسو، او افغانستان کې مو هم دا دی په بې ګټې جګړه کې اتلس يا نولس کاله تېر کړل خو بيا مو هم هېڅ ونه کړل او هسې مو وخت تېر کړ نو اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې خپل ځواکونو ژر تر ژره افغانستان او سوريې څخه راوباسو»

د ټرمپ له دا ډول دريځونو څخه معلومېږي چې د امريکا په تاریخ کې ناکام سياستمدار دی، که څه هم جګړه د امریکا فطري خاصيت دی او انسان وژنه او بشر وژنه يې خپل شيطاني دنده ده خو په ټول تاريخ کې يې ټرمپ ناکام سياستمدار دی او په عبس جګړه ټينګار کوي. په داسې حال کې چې د جګړې سياست همېشه ناکام او بې بريا وي او بيا له داسې يوه قوم سره چې هېڅ يرغلګر ته يې سر نه دی ټيټ کړی.

لوی ټکي: امريکادريځسولهسياستطالبان
مخکینې مطلب

شاهین: له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو وېستل دامریکایي او افغاني ولسونو ګډه غوښتنه ده

بل مطلب

متقاعد ډګروال ګېري ګریش: موږ باید پخوا له افغانستانه راوتلي وای

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com