کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکیې ته بیا بیا خبرداري ورکړل چې د کردانو ځپلو لپاره د دوی هر اقدام په ځواب کې به په ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
دامریکا په یادو څرګندونو دترکیې نظامي او سیاسي چارواکو توند غبرګونونه ښودلي او ویلي دي چې دټرمپ خبرداري به ددوی تګلاره بدله نکړي.
د ټرمپ ددغه خبرداري په ځواب کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال، فواد اوکتای زیاته کړې، ترکیه داسې هیواد نه دی چې د خبرداريو په اساس خپله تګلاره بدله کړي.
ټرمپ ویلي و، که ترکیه په سوریې کې د کردانو پر وړاندې د بشریت ضد اقدامات وکړي، دی به په ځواب کې د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.
امریکا خپل هغه ځانګړي سرتیري د سوریې او ترکیې څخه نږدې درې ورځې وړاندې وویستل چې د سوریې په شمالي سیمو کې د ترکیې پر پوله د کرد ملیشو د امنیت لپاره پراته وو.
سره له دې چې د دغو سرتیرو شمیر له ۵۰ تر ۱۰۰ کسانو پورې و خو د دوی وتلو سره سم، د ترکیې عسکرو په سوریې کې د میشتو کردانو پر ضد عملیات پیل کړل.

















