متقاعد ډګروال ګېري ګریش: موږ باید پخوا له افغانستانه راوتلي وای

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
لوړ پوړی متقاعد ډګروال ګېري ګریش د اکټوبر پر ۱۰ په وال سټریټ ژورنال کې لیکلي، موږ باید لا پخوا افغانستان ترک کړی وای.
ګریش زیاتوي، ما فکر کاوه د ویتنام جنګ موږ ته دا را زده کړل چي بیا به هیڅکله په بې پایانه خارجي جنګونو کي ځان لتاړ نه کړو— په تېره بیا په داسي ملکونو کې چې زموږ څخه دفاصلې، کلتور اوعنعناتو په لحاظ لرې وي.
ګریش وایي، ما په ویتنام کي جنګ کړی دی، او هلته د امریکا په پوج کي یو ځوان افسر هم پاتې شوی یم.
دی وړاندې علاوه کوي، افغانستان د مختلفو کلتورونو او قبایلو کور دی، زما عقیده دا ده که چیرې اوس په امریکا کې عسکري جبري وای، د افغانستان د جنګ پر ضد به د امریکا په ښارونو کي پراخط مظاهرې او اعتراضونه کېدلای.
مګر اوس د امریکا شتمنه او ایلیټه طبقه د عسکرۍ له خدمته خلاصه ده، او د امریکا د غریبي او د مینځنۍ طبقې زامن او لوڼې د عسکرۍ خدمت ته ور دانګي.
دی په اخر کې کاږي، اوس موږ د دې غریبو خلګو قرباني داسي توجیه کوو،«هغوی په خپله خوښه او رضا عسکري کوي؛ پرېږدئ دایې شوق دی.»



