دسولې فعال نظرمحمد مطمئن له ناڅاپي برید روغ وتلی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ تله ، ۱۳۹۸ل)

دسولي مدني فعال او سياسي چارو شنونکی ‬نظرمحمد مطمئن کابل ښار کې له یو ناڅاپي برید څخه روغ رمټ وتلی دی.

راپورونه وایی، پر افغان لیکوال نظر محمد مطمئن نن کابل ښار کې د خپل کور سره نږدې د جمعې له لمانځه وروسته د برید هڅه شوې، خو نوموړی بچ شوی دی.

ښاغلي مطمئن په خپله ټويټر پاڼه په دې اړه ویلي چې بریدګر څخه یې د ډزو پر مهال یوه امریکایي توپانچه وړې او بریدګر تښتېدلي دي.

مطمئن زیاته کړې، بریدګر داسې حال کې وتښتېدل چې د ملی امنیت دوه کسان همدلته زموږ د کور سره نږدې ولاړ و.

مطمئن وایي، له برید وروسته مې ولاړو امنیتي کارمندانو ته وویل چې برید کونکی منډې وهي؛ لاس په کار شئ، خو هغوی سپینې سترګې ولاړ وو.

دمطمئن له څرګندونو داسې ښکاري چې دادحکومت یوه پلان شوې ناکامه دسیسه وه.
مطمئن تردې وړاندې هم دسولییزو هڅو په جرم دوه ځله زنداني او بیا خوشې کړل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button