کابل؛ جنايي پيښو، تښتونو او وسله والو غلاوو ښاريان اندېښمن کړي

راپورتاژ: عبدالرحمن
د کابل ښاريان وايي، چې په وروستیو کې يو ځل بيا په ښار او شاوخوا کليو کې جنايي پيښې، تښتونې او وسله والې غلاوې زياتې شوي چې د دوی وضعيت يې اندېښمن کړی دی.
د کابل اوسيدونکي وايي، هره شپه غلاوې او وژنې خو معمول ګرځيدلی زياتوي حالات دومره خراب شوي چې په رڼا ورځ هم وسله وال غله لارو او کوڅو کې خلک تر وهلو ډبولو وروسته لوټي او ځینې وخت خو وژنې هم پکې رامنځته کيږي.
د کابل یو تن اوسیدونکی نعمت الله وايي، د شپې له خوا موټروان له سوارلۍ ويرېږي او سوارلۍ له موټروان څخه زياتوي “څو شپې مخکې موټر ته پورته شوم چې ناڅاپه مې په سر وار وخوړ، دوو کسانو راباندې تفنګچه او چاقو راوويستل او چې هرڅه مې جيب کې و رانه يې واخيستل”.
د جواد په نوم یو بل تن چې د کابل ښار په مکروريانو سيمه کې هټۍ لري وايي، وسله والو غله په زر روپۍ هم خلک وژني زياتوي (یو کس چې کور يې جلال اباد کې و، په قلعه زمان خان کې يې اطاق نيولی و او دلته يې وږي پلورل خو درې ورځې مخکې چې خپل اطاق ته پر لاره و، غلو درولی او څومره پيسې يې چې ګټلې وې ټولې يې ترې اخيستي او بيا يې په ډزو وژلی و”.
دغه راز د ایوب خان ځدران په نوم یو بل تن هم په کابل ښار کې د نا امنيو له زياتيدو شکايت کوي چې په وينا يې د امنيتي ادارو د نه پاملرنې له کبله غلاوې، تښتونې او وژنې زياتې شوي دي.
ایوب خان وايي، څو ورځې مخکې مې خپل ورور ته د کاروبار لپاره زرنج واخيست خو چې سهار مهال له کوره تلو نو د دهمزنګ سيمه کې دوه تنه وسله وال کسان راغلل، ورور مې يې وواهه او زرنج يې له ځان سره یوړ.
په عين حال کې د کابل پوليس هم د خلکو د انديښنې پر ځای ګڼي زياتوي چې يوازې د روانې تلې مياشتې په لومړيو ديارلس ورځو کې په کابل کې د جرمونو څه باندې ۹۰ قضيې ثبت شوي دي.
که څه هم د کابل پوليسو یو تن ویاند فردوس فرامرز وايي، چې د يادو پيښو په تړاو يې ۸۸ کسان نيولي خو کابل ښاريان دا نه مني ځکه چې په خبره يې په پوليسو او امنیتي ادارو کې دومره فساد موجود دی چې مجرم ته د جرم سزا نه ورکول کيږي (لومړي قدم کې خو مجرم د پيسو په زور له پولیسو ځان خوشې کوي که بيا نه شي نو قضايي او عدلي ادارې هم ټولې له فساد ډکې دي چې پيسې اخلي او مجرمين خوشې کوي).



