کابل ښار کې د عبدالغفور نديم ليسې مدير وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۲، دوشنبه)

د کابل ښار د يوولسمې حوزې مربوط سيمه کې د عبدالفور نديم عالي ليسې مدير په ډزو وژل شوی دی.

ځايي اوسيدونکي وايي، د یادې ليسې مدير ضياءالدین تيره شپه یو ځای کې ملمه و او نن سهار يې غوښتل چې ليسې ته ولاړ شي خو په لاره کې د توفنګچې په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی او پوليس وايي، چې په اړه يې څيړنې پيل کړي دي.

د کابل ښار اوسیدونکي وايي، د امنیتي او کشفي ارګانو د مامورينو باوجود هم په دغه ښار کې په رڼا ورځ قتلونه، وسله والې غلاوې او تښتونې تر پخوا څو چنده زياتې شوي چې د دوی ژوند وضعيت يې اندېښمن کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button