بدخشان: د بهرنيو ځواکونو هوايي برید کې ۱۳ ملکيان وژل شوي؛ شل ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۲، دوشنبه)
د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې په ملکي ميشت ځايونو بمباري شوې چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمه ييزې خبري سرچینې وايي، دغه بمباري تيره ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط په باشند سيمه کې ترسره شوی دی.
د بريد ځای ته نږدې یوې سرچينې د کابل ټکی کام همکار ته ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو بم غورزونکو الوتکو عامه ميشت ځايونه په نښه کړي زياتوي په بمبارۍ کې له لسو څخه زيات کورونه ویجاړ شوي دي.
د سرچينې په وينا، د بمبارۍ په ترڅ کې ديارلس تنه ملکي وګړي وژل شوي او د شل تنو په شاوخوا کې نور ټپيان دي.
په وژل شويو کې پنځه تنه ميرمنې او درې ماشومان هم شامل دي.
د بدخشان سيمه ييز امنيتي مسؤولین تاييدوي چې په وردوج ولسوالۍ کې هوايي بريدونه شوي خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
په وروستيو کې یو ځل بيا د ګډو ځواکونو شپني عملیات او هوايي بریدونه زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي او قربانيان يې هم ملکي وګړي دي.



