لغمان: د علي شنګ ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم بريد مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۴، چهارشنبه)
د راپورونو له مخې، نن سهار د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم بريد مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی هم تاييدوي په وينا يې چې موټربم بريد د ولسوالۍ پر قرول ترسره شوی دی.
نوموړي په دغه موټربم برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
خو د پيښې ځای ته نږدې باوري سرچينې وايي، دغه موټربم بريد نن سهار شاوخوا شپږ بجې هغه مهال شوی چې ولسوالۍ کې یوازې دولتي مامورينو او پوليسو شتون درلود.
د سرچينې په وينا، په بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې د کره شميرو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر دې دمه د دغه موټربم بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
خو په لغمان کې تر ډيره په دولتي تأسيساتو او پوليسو د بريدونو مسؤليت طالبانو منلی دی.



