سعودي ته د روسي اولسمشر سفر او د اړیکو نوی باب!!

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۸ل)
د سعودي او روسيې ترمنځ له پنځو لسيزو ترنګلتیا وروسته، د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين د سعودي پلازمېنې رياض ته تللی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت دېرش سوداګريز او اقتصادي تړونونه لاسليک شوي دي.
دغه تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسمهال سوداګريزې راکړې ورکړې دوه چنده دي.
په پام کې ده چې د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين به په يو شمېر نورو مسائلو هم خبرې وکړي، چې تر ټولو مهمه يې د نفطو قضيه ده، چې « بهانده زر» هم بلل کيږي.
د سعودي او روسيې ترمنځ له وړاندې هم د نفطو ځانګړی تاريخ او اړيکې شته. د تېرې پېړۍ د اتيايمې لسيزې په نيمايي کې د سعودي له لوري د تېلو بيو کې کموالی د پخواني شوروي اتحاد د ويجاړولو يو ستر لامل و.
نږدې څلور کاله وړاندې رياض له مسکو سره د نفطو بيو د کنټرول په اړه ډېر کار کړی، خو د روسيې ولسمشر وايي، داسې ښکاري، چې مشترکې ګټې به دواړه هېوادونو ترمنځ د تېرو خبرو د هېرولو لامل شي.
د روسيې ولسمشر په داسې حال کې رياض ته تللی، چې تېره مياشت سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چاڼځايونو توغنديز بریدونه شوي وو، چې له امله يې د سعودي د تېلو صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی او د امریکا ولسمشر د دغو بریدونو د عاملينو پر ضد د ګام اخيستو په اړه ناغیړي د دې لامل شوه، چې د روسيې ولسمشر په څرګنده ژبه سعودي حکومت ته وړاندیز وکړ، چې هېواد يې د سعودي ولس د مرستې لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
سعودي هم د تېر وخت سعودي نه دی پاتې او نه هم مسکو شوروي اتحاد دی، بلکې دوه اړخيزو ګټو د اړيکو سوړوالی او دښمني په دوستي بدل کړی دی.
ايا دا شونې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر ډګر کې ملګرتيا جوړه شي، چې تر ټولو اړين يې نظامي ډګر دی ؛ خو که په ټولو برخو کې دغه اړيکې ناشونې نه وي، نو له ستونزو هم خالي دي.
د کارپوهانو په وينا د روسيې او سعودي ترمنځ نظامي او ورته نورې اړيکې ځکه له ګواښونو او ستونزو سره مخ کېدای شي، چې د امریکا په څېر ځواکمن هيوادونه به يې و نه شي زغملای.



