طالب ویاند: د عليشنګ امنيې قومندانۍ ودانۍ په ټوليزه توګه ویجاړه او لسګونه عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۴، چهارشنبه)
نن د تلې مياشتې په ۲۴ د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه پر امنيې قومندانۍ موټربم درنه چاودنې شوې چې د طالبانو په وينا لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه په لومړيو کې د لغمان ولايتي چارواکو ويلي و چې موټربم بريد د ولسوالۍ ودانۍ په دوه سوه مترۍ کې په قرول ترسره شوی خو ځايي سرچينې او طالبان وايي، چې موټربم پرامنيې قومندانۍ شوی دی.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي په لومړيو معلوماتو کې د دوو سرتيرو د وژل کيدو او شپږ ويشت نورو د ټپي کيدو خبر ورکړ چې په وينا يې تر شلو پورې ملکيان هم پکې ټپيان شوي دي.
خو ځايي سرچينې وايي، موټربم برید د سهار شپږو بجو په شاوخوا کې شوی چې هغه مهال د پيښې ځای کې ملکيانو شتون نه درلود او ټوله مرګ ژوبله یوازې دولتي منسوبينو او پولیسو ته اوښتې ده.
له بله پلوه طالبانو د بريد مسؤوليت منلی او وياند يې ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې بريد د سعيد ننګرهاري په نوم د یوه کس له خوا چې لوی موټر يې له چاوديدونکو توکو ډک کړی و، ترسره شوی دی.
طالب وياند ليکي، د چاودنې په ترڅ کې د امنيې قومندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه، د استخباراتو مديريت او د ولسوالۍ اکثره برخې زيانمنې شوي.
ويل کيږي په امنيه قومندانۍ کې شاوخوا سل تنه عسکرو شتون درلود چې د مجاهد په وينا تر اوسه د ویجاړې شوې ودانۍ له خاورو د عسکرو ۳۸ جسدونه را ايستل شوي او لسګونه نور تر خاورو لاندې دي چې د هغوی پلټنې دوام لري.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، (د دښمن په مهمو ځالو دا ډول عملیات ځکه پلان او عملي کیږي چې د همدې وحشي دښمن لخوا لا هم د ملکي خلکو وژل، د کورنو او بازارونو نړول او د عامو هیوادوالو پراخه ځورونه روانه ده).


