افغانستان کې په لومړي ځل د زړه بریالي عملیات ترسره شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ٢٤ تله ، ۱۳۹۸ل)

کندهار مهمند خصوصي روغتون په لومړي ځل د زړه ازمایښتي روغتیایي عملیات په بريالي ډول ترسره کړل.

د عملیاتو پر مهال کندهار کې د بهرنیو چارو ریاست رئيس ظاهر الکو، د مهمند روغتون مشر حاجي صدیق مهمند او د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر عبدالواحد وثيق ګډون کړی و.

دا عملیات نارینه او ښځينه افغان ډاکټرانو وکړ چي په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل.
تر دې مخکي په هیواد کي د مجهز روغتون او تکړه ډاکټرانو د نه شتون له امله د زړه ناروغان د درملنې لپاره له هیواده بهر تلل.

د ياد روغتون مسؤلین وایي چي له دې وروسته د دې ډول ټول عمليات همدلته په کندهار کې کولای شي.

د روغتون مسوولين وايي چې هڅه یې داده چې له دې وروسته د هر ډول ناروغيو تداوي همدلته په کندهار کي وشي او هيوادوال بهر ته د تګ له کړاوونو خلاص شي.

مربوطه مطالب

Back to top button