کرزی: ښکیلې غاړې دې له جګړې لاس واخلي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ تله ، ۱۳۹۸ل)

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هوایي عملیات چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلي دي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکیان زیانمنېږي بشري جنایت دی او دواړه لوري باید ژر تر ژره د افغانانو عام وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

سرچینه کاږي، کرزی یو وار بیا په هېواد کې د وینې توېدنې پر ژر تر ژره بندېدو ټینګار کوي او د جګړې له ښکېلو غاړو، غواړي چې د پردیو له دسیسو د خلاصون، په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت او بین الافغاني خبرو د بیا پیل لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

کرزي تېره ورځ بدخشان ولایت کې هم په ولسي وګړو ړندې بمبارۍ تقبیح کړې وې، او دایې ستر بشري جنایت یاد کړی و چې په خبره یې هیڅ دتوجیه وړ ندی.

مربوطه مطالب

Back to top button