‏د ناټو د سرمنشي وروستيو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

 

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ پرون دوشنبه د تله په ( ۲۳مه) نیټه د ناټو غړو هيوادونو پارلمان ته د وينا پر مهال ويلي و، چې د طالبانو د تاوتریخوالي شدت سولې ته د هغوی نه ژمنتیا څرگندوي.

د دې څرګندونو په ځواب کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين غبرګون ښودلی، نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي:

” هغه توافقنامه چې د امریکایي لوري سره بشپړه شوې، په هغه کې د ټولوخواوو د غوښتنو لپاره ځواب شته: هغه که د تاو تریخوالي کمول دي، یا دخارجي قواوومکمل وتل ، يا د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمال ، مذاکرات یاداسې نور.

هغوی چې اصلا دا نه غواړي، نو خود له خبرو تښتي او پلمې لټوي. مونږ پخپله خبره ولاړ یو.”

هيره دې نه وي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امریکايي لوري او طالبانو ترمنځ د خبرو د پيل له پاره هيلې زياتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button