ټرمپ په افغانستان کې د مخدره توکو د مبارزې ۲۰۰ ميليونه ډالره ګرځولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۵، پنجشنبه)

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د مخدره توکو سره د مبارزې بيل کړي ۲۰۰ ميليونه ډالره ګرځولي دي.

اسوشيټيډپريس اژانس په يوه راپور کې ليکلي، چې ټرمپ دغه پيسې د مکسيکو او امریکا تر منځ د ديوال جوړولو لپاره ګرځولي دي.

د امریکا دفاع وزارت دوه سوه ميليونه ډالره په افغانستان کې د مخدره توکو سره د مبارزې لپاره بيل کړي و خو ټرمپ د خپلې وعدې مطابق یادې پيسې ګرځولي دي.

تر دې مخکې هم د امريکا دفاع وزارت “پنټاګون” ويلي و چې د امريکا او مکسيکو تر منځ د دیوال جوړولو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ له بودجې څه باندې شپږ سوه ميليونه ډالره ګرځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button