(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۵، پنجشنبه)
د افغانستان شپږيزه کرکټ ليګ شپږم پړاو سياليو کې د چهارشنبې په ورځ مس عينک لوپدله پايلوبې ته ووتله.
لومړی توپ وهنه د بند امير ښارمانو وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې مس عينک لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې.
د مس عينک لوبډلې توپ وهنه پيل کړه چې په ۱۹،۱ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځيدو ټاکلی هدف پوره، بريا يې په خپل نوم او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.
افسر ځاځي او عمران جنت د بند امير لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه وکړه او رحمن الله ګربز، نورعلي ځدراڼ او احسان جنت بيا د مس عينک لوبډلې لپاره ښې مڼدې وکړې چې رحمن الله ګربز د ۸۰ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ټاکل شوې چې نن ماسپښين ۱:۱۵ په دویم کواليفایر لوبه کې د پارګان بند امير ښارمانو پر وړاندې لوبه وکړي او د دغه سيالۍ بریالۍ لوبډله به بله ورځ د شپږيزه کرکټ ليګ په بايلوبه کې د وزيرزي مس عینک اتلانو لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.


















