د سوريې خاوره کې د روسيې بيرغ پورته کړل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل)

د سوريې دحکومت اوکردي جنګیالیو ترمنځ د دوستي له پريکړې وروسته د سرحدي ښار د زورمګار په یوې نيمې ړنګې ودانۍ باندې د روسیې بیرغ ځړول شوی دی.

دا بیرغ د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر۱۷) نيټه پورته کړل شو. دې سره هم مهاله دا فيصله هم شوې ده چې په سرحدي سیمو کې به د سوریې حکومتي ځواکونه ځای پر ځای کیږي.

د رزومګار سیمه چې له ترکیې سره سرحد لري، د کردي جنګیالیو تر کنترول لاندې وه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې روسيې ترکيې ته باور ورکړې چې په سرحدي سیمو کې به کردي وسلوال جنګیالي نه وي.

د سوریې رسمي خبري آژانس وايي چې دسوريې ځواکونه د کوباني ښار ته هم ننوتلي دي چیرته چې کردي جنګیالي وو.

له بله لوري د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس له ولسمشر اردغان او نورو چارواکو سره خبرې پیل کړي چې د سوریې په شمال کې د کردانو خلاف د ترکیې د پوځي عملیاتو د درولو په موخه يوې موافقې ته ورسيږي.

ترکیې له هغه وروسته د کردانو خلاف پوځي عملیات پیل کړل چې امریکايي ځواکونه دسوريې له شمال څخه ووتل. د ترکیې د عملیاتو له کبله نژې دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

تېره ورځ د امريکا ولسمشر ټرمپ وویل چې پر سوریه د ترکیې برید “د امریکا ستونزه” نه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button