طالبان: يوناما د امریکايانو تر فشار لاندې ده، د ملکي تلفاتو راپور يې ناقص او يو لوريز دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۶، جمعه)

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اړوند په خپله تازه راپور کې چې پنجشنبه د اکتوبر پر اولسمه خپور شو وايي، چې تيرې درې مياشتې جولای، اګست، سپتمبر د ملکي تلفاتو له اړخه ډیرې خونړۍ وې.

د يوناما په راپور کې راغلي، چې په تيرو درې مياشتو کې څه باندې څلور زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي په جولای او سپتمبر مياشتو کې ۱۱۷۴ ملکيان وژل شوي او ۳۱۳۹ نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې د ملکيانو شپږ ويشت سلنه مرګ ژوبله حکومت پلوو ځواکونو ته منسوب شوې، د ملکي تلفاتو اړوند د امریکايي ځواکونو هيڅ یادونه نه ده شوې او دغه راز ۶۵ سلنه د ملکي تلفاتو چې تر ټولو ډيره برخه کيږي طالبانو ته منسوب شوې.

خو طالبانو د يوناما راپور ناقص او یو لوريز بللی ” موږ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ناقص او یو لوریز بولو او ردوو يې” په وينا يې افغانستان کې د ملکي تلفاتو اصلي عاملين امریکايي عسکر دي هره ورځ، کورونه، بازارونه او تأسيسات خپل هدف ګرځوي، په کليو او عامه ځايونو چاپې اچوي او ګڼ ميشتو ځايونو باندې بمبارۍ کوي.

د طالبانو اعلاميه کې د غربي رسنيو راپورونو ته اشاره شوې چې په وينا يې یوازې په تيره مياشت کې امریکايي الوتکو په کليو، بانډو او ګڼ ميشتو ځايونو ۹۴۸ بمونه غورځولي دي.

اعلاميه کې راغلي چې يوناما د امریکايانو تر فشار لاندې ده، بې پريتوب يې له پامه غورځولی او د امریکايانو پرجناياتو پردې اچوي (داچې یوناما پخپله وايي د ملکي تلفاتو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی، علت يې دادی چې امریکايي بمبارونه او په ملکي کورونو چاپې وهل ډير شوي دي).

طالبانو په هیواد کې د ملکي تلفاتو لومړۍ درجه عاملين امریکايان، بيا د صفريو، صفر دوه، کومانډو او ضربتي ځواکونه ياد کړي چې په وینا يې د خلکو د وژنې لپاره په وحشي ډول روزل شوي دي.

د اعلاميې په اخره برخه کې ويل شوي چې د کابل ادارې عسکر، اربکيان، او پوليس هم وخت ناوخت پر کلیو او کورونو ړانده توغندي ولي چې عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button