رسنۍ: حکومت ورته د مولانا فضل الرحمان د خبرې غونډو پر پوښښ ګوتڅنډنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ٢٥ تله ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان کې د شخصي رسنيو د څار ادارې پيمرا په رسنيو بنديز لګولی چې د جمعيت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن کانفرانسونه او رسنيو سره د هغه خبرې به نه خپروي.

څيړونکي په هېواد کې په سياسي غږونو د بنديز دا کړنه د جمهوريت او د بيان ازادۍ لپاره خطرناک بولي.

د جمیعت علما اسلام د مشر په خبرې غونډو د بندیز په اړه د یو شمېر شخصي رسنيو مشرانو د نومونو نه څرگندولو په شرط (رسنيو) ته وویل: پېمرا ورته د واټساپ له لارې پیغامونه ورلیږلي چې د مولانا فضل الرحمان خبرې به نه خپروي. مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه سپيناوی نه دی کړی.

د چهارشنبې، په ورځ چې کله خبريالانو په مطبوعاتي برخه کې د وزیر اعظم عمران خان له مشاورې ميرمن فردوس عاشق اعوان څخه په دې اړه پوښتنه وکړه نو هغې د بندیز پخلی ونه کړ؛ خو ویې ويل چې د ترهګرۍ ضد تګلارې جوړېدو وروسته يې ځینې اصول تیار کړي چې د پېمرا په ګدون ټولو ادارو ته هم ليږل شوي دي.

د جمعيت علماء اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمن په څير د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو په اړه هم په تېرو وختونو کې دا ډول بنديزونه لګول شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو او رسنيو د ازادۍ فعالان وايي حکومت د هېواد په مطبوعاتو ورځ تر بلې فشار زیاتوي.

مربوطه مطالب

Back to top button