هرات: ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ شپږ تنه وژل شوي؛ پنځه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۷، شنبه)
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، چې د زوال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک د غاړې ماین چاودنې يوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فرهاد په وينا، پيښه پرون ماذیګر ناوخته د يادې ولسوالۍ پر لاره په چنګال سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، په پيښه کې وژل شوي شپږ تنه د يوې کورنۍ غړي چې څلور ماشومان، یو نارینه او یوه زنانه ده او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د جيلاني په خبره ، پيښه د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمه کې رامنځته شوې او هغوی ماينونه ځای پر ځای کړي و.
خو په سیمه کې د طالبانو یوه تن ځايي قومندان د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، دوی هيڅ ضرورت نه لري چې په یاده سیمه کې ماينونه ځای پر ځای کړي ځکه په وینا يې ټوله سيمه کې طالبان واکمن دي او چې وغواړي له هر چا پوښتنې ګرويږنې کولای شي.
تر اوسه چا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې او دا هم نه ده څرګنده چې یادې کورنۍ شخصي دښمني لرله او که څنګه.
د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکاياتو کمېسیون یوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، دوی به د يادې پېښې په اړه پلټنې وکړي.
تر دې مخکې هم د طالبانو تر حاکميت لاندې سیمو کې په ورته ډول پيښو کې ملکيان په نښه شوي چې طالبانو د استخباراتي کړیو کار بللی څو د طالبانو نوم بدنام کړي.
د يادونې ده، طالبانو د وږي مياشتې په دولسمه نيټه د هغه کس د نيولو او شرعي محکمې ته د سپارلو خبر ورکړی و چې په تيره جولای مياشت کې يې د فراه په آب خرما سيمه کې د مسافرو پر يوه بس موټر چاودنه کړې وه، چې په ترڅ کې يې شاوخوا پنځه ديرش کسان وژل شوي و.



