پاکستان: عمران خان په حکومت کې د اصلاحاتو او يووالي مشورو لپاره علماؤ سره کتلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۷، شنبه)
د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون د اکتوبر په اتلسمه د جمعې په ورځ د دغه هیواد علماء ورغوښتي او له هغوی يې په حکومت کې د اصلاحاتو او مشورو ورکولو غوښتنه کړې ده.
د عمران خان له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، له دې وروسته به د سلا مشورو او لارښوونو لپاره علماؤ سره ناستې دوامداره وساتي او له هغوی يې د هيواد په تعليمي نظام، د ټکس په نظام کې د اصلاحاتو او يووالي په لړ کې د مشورو ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
په دغه ناسته کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي، دفاع وزير پرويز خټک، د ښوونې او روزنې وزير شفقت محمود، د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري او نورو چارواکو ګډون درلود.
د عالمانو د ياد پلاوي یوه غړي طاهر اشرفي ويلي، یادې غونډې ته نهه ديرش کسان وربلل شوي و چې یوازې درې تنو بلنه نه ده منلې او غونډې ته نه و حاضر شوي.
په داسې حال کې د پاکستان لومړي وزير د علماؤ غونډه وربللې چې د پاکستان د جمعيت علماء ف مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د حکومت ضد لاريون (ازادۍ مارچ) په نوم د يوه لاريون اعلان کړی چې نږدې وخت کې به ترسره شي.
خو عمران خان ويلي، چې دی له مظاهرو او لاريونونو ويره نه لري او مولانا فضل رحمن به یوه اوونۍ هم په اسلام اباد کې ټینګ نه شي.
د شنونکو په باور، عمران خان اسلام کې د علماؤ غونډه موالان فضل الرحمن ته د ځواب ورکولو لپاره ورغوښتې وه خو د یادې ناستې یو ګډونوال او د علماؤ د پلاوي غړی مولانا طاهر اشرفي وايي، عمران خان علماؤ سره په ناسته کې پر کشمير، د ايران او سعودي پر مسئلې او نړيوالې همغږۍ بحث کړی او پر پرلت يې ډيرې خبرې ونه کړې.



