پکتيا: د نامعلومه وسله والو برید کې یو قاضي وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۷، شنبه)
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، تيره ورځ د دغه ولايت په احمد اباد ولسوالۍ کې د یوه وسله وال بريد په ترڅ کې يو قاضي وژل شوی دی.
د حسرت په خبره، نوموړی قاضي د ماذيګر پنځو بجو شاوخوا کې خپل کور ته پر لاره وه چې د يادې ولسوالۍ په رود سیمه کې نامعلومه وسله والو په ډزو وواژه.
د عبدالله حسرت په وينا، قاضي لاهور د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې دنده لرله او د رخصتۍ تيرولو لپاره کور ته راغلی و.
تر اوسه د دغه بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی او امنيتي مسؤولين وايي، د پيښې په تړاو يې پلټنې پيل کړي دي.
د ګډ حکومت قاضيان او د عدلي او قضايي ادارو منسوبين په ډيری جنايي او سياسي قضيو کې په رشوت اخيستو، فرقه يي تبعيض او نورو ورته ډول کړنو کې په لاس لرلو تورن دي چې وخت ناوخت د يادو پيښو سره په تړاو له بريدونو سره هم مخ کيږي.
په وروستيو کې په هيواد کې د عدلي او قضايي ادارو د کارمندانو وژنې زياتې شوي دي.



