سوريه: د ترکیې یوه جنګي چورلکه لويدلې

کابل ټکی کام (شنبه، ٢٧ تله ، ۱۳۹۸ل)
د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) وايي چې د ترکیې یوه جنګي چورلکه د سوريې په خاوره کې لويدلې ده.
په ځينو ټولنيزو رسنیو کې هم په دې اړه خبرونه خپاره شوي چې د ترکیې یوې S-70A-28D چورلکه تل ابیض سیمې ته نژدې نسکوره شوي، چې وروسته د ترکیې د پوځ له خوا دايف ۱۶ ډوله الوتکې له خوا بمبار شوه، تر څو د کردي وسله والو لاس ته ور نه شي.
د ترکیې دفاع وزارت د خپلې چورلکې لوېدل تراوسه نه دي منلي. سانا خبري آژانس وايي: چورلکه په ډزو نه بلکې د تخنیکي ستونزې له امله لويدلې.
دا پېښه په داسې مهال رامنځته کيږي چې تيره ورځ ترکیې له امریکا سره په یوه ګډه اعلامیه کې د سوريې په شمال کې خپل عملیات د ۵ ورځو لپاره ودرول.
د امریکا او ترکیې ترمنځ د شوي توافق له مخې به ترکیه د سوریې په شمال کې له خپلې پولې سره خوندي سيمه رامنځ ته کوي چې واک به یې د ترکیې ځواکونو په لاس کې وي، له دې سیمې به ټول کردي وسله وال چې ترکیه یې ترهګر بولي، وځي او له ترکيې به د امریکا لګول شوي بندیزونه پورته کیږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که امریکا په خپلو ژمنو ونه دریږي، دوی به دوباره د کردي وسله والو پر ضد خپل عملیات پيل کړي.



