کابل ټکی کام (يکشنبه ،٢٨ تله ، ۱۳۹۸ل)
د امريکا د دفاع وزير ( مارک اسپر) په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی، د هغه سفر له مخکې اعلان شوی نه و.
ښاغلي اسپر خبریالانو ته سره خبرو کې ویلي دي: “هدف یې دا دی چې د سولې یو تړون وشي، یو سیاسي جوړجاړي وشي، چې وړاندې تګ لپاره تر ټولو غوره لار وي.”
نوموړي زیاته کړه: “زه هیله لرم چې موږ نور هم پر مخ ولاړ شو او له یو داسې سیاسي جوجاړي سره راشو چې هم موږ ته د منلو وي او هم مو اهداف ترلاسه کړو.”
د اسوشیتید پرس اژانس ویلي چې ښاغلی اسپر کابل ته تللی چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ راتلونکی رول وارزوي.
ښاغلي اسپر همدغه راز ویلي دي چې ښايي امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي، هغه وايي دا کار به په افغانستان کې د القاعدې او داعش پر ضد روان جنګ نه زیانمن نه کړي.
امریکا دا مهال افغانستان کې تقريبا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې عمده هدف يې د افغان ځواکونو روزونه، تجهیزول او سلا مشورې ورکول دي.
اسپر ټېنګار وکړ چې له افغانستانه د سرتېرو هر ډول وتل به له طالبانو سره د سولې د موافقې په اساس کیږي. ورته وخت کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په د جمعې په ورځ يو ټويټ کې ليکلي:” له يوه امريکايی جنرال سره په ليدنه کې دې نتيجې ته رسیدلي چې د افغانستان د بحران سياسي حل ته اړتيا ليدل کيږي.















