اردوغان کُردانو ته: که له امن سیمې و نه وتئ؛ سرونه به وخورئ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې کُردي ملېشو ته خبرداری ورکړی دی چې ژر تر ژره دې له امن سیمې څخه ووځي، ګنې سرونه به وخوري.
اردوغان په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، کردان باید له ترکیې سره د امریکا په منځګړیتوب د شوې معاملې پر بنسټ په راتلونکو څو ورځو کې له امن سیمې څخه ووځي.
هغه زیاته کړې، که چیرته کردان دا سیمه پرېنږدي نو په ۱۲۰ ساعتونو کې به ترکي ځواکونه خپل عملیات پیل او د وعده خلافو سرونه به له تنو څخه جلا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو څه موده وړاندې له اردوغان څخه غوښتنه وکړه چې اوربند اعلان کړي خو اردوغان ونه منله چې بلاخره د تېرې پنجشنبې په ورځ دواړو لوریو په دې سیمه د ځینو شرایطو پر اساس پر اوربند موافقه وکړه.
اردوغان کردي ملېشو سره په همدې شرط موافقه کړې وه چې دوی به له یادې سیمې وځي، او هلته به سلګونه سوریايي مسافر چې جګړو مهاجر کړي؛ مېشتوي. خو اوس داسې ښکاري چې کردي جنګیالي په خپلې ژمنې نه دي ولاړ او ممکن بیا ځل جګړه خونړۍ شي.



