
مارک ایسپر: افغانستان کې پاتې کېدو ته لېوال نه یو؛ طالبانو سره تر تړون وروسته وځو
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ تله ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر یوځل بیا افغانستان کې دخپلې اوږدې مودې پاتې کېدا په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې تر توافق وروته به خپل ځواکونه وباسي.
ایسپر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال دغه راز له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ټرمپ ویلي و، دوی له سوریې د خپلو سرتېرو په ایستلو کې جدي دي او له افغانستانه به هم خپل سرتېري وباسي.
وویل، د سوریې او افغانستان وضعیت ډیر توپیر لري، دوی په افغانستان کې هم تر ډېره وخته د پاتې کېدو لیوال نه دي خو په وینا یې، افغانستان کې د سرتېرو هر ډول کمښت له طالبانو سره د سولې تړون پورې تړلی دی.
نوموړي وویل، دوی په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې او امریکایي ځواکونو د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره قرباني وکړې ده، نو دوی به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې وي څو چې یې دا باور نه وي ترلاسه کړی چې دا هېواد بیا دوی ته په تهدید نه بدلیږي.
یاده دې وي چې طالبانو سره دسولې خبرو په تړاو یوځل بیا هڅې روانې دي، فکر کیږي چې ډیر ژر به په ټپه ولاړ مذاکرات بیا پیل او یو تاریخي تړون لاسلیک شي.



