طالبان ولې افغان حکومت ته د کابل اداره وايي؟؟

غورځنګ

دا چې حکومت، نظام او سره مترادفې کليمې او لغاتونه دي او معنا يې هم د يوې جغرافيوي سيمې پر وګړو باندې واکمنۍ کولو ته وايي او پر وګړو باندې د د هماغې ټولنې دقومونو له خوښې سره سم قانون حاکمولو او نافذولو ته حکومت ويلي کېږي، د هرې ټولنې نظام او حکومت د هماغې ټولنې هر اړخيزه نماينده ګي کوي، د نړۍ هره ټولنه ځانګړی ځانګړی نظام لري، چې هر يو نظام  او حکومت بيا د خپلې ټولنې د فرهنګ، کلتور، دين، عنعناتو او دودونو ته ژمن وي او کلکه دفاع هم ورڅخه کوي، ټولنه خپل دين، کلتور، عنعناتو او خپلو ملي وياړونو ته متوجه کوي.

مګر اداره بيا له حکومت يا نظام سره توپير لري، ځکه چې اداره محدوده او وړه وي. اداره د وسعت له نظره د رياست په نسبت وړه وي، توپير به يې داسې وکړو چې په يوه هېواد کې يوازې يو نظام او يو حکومت موجود وي، او تر همدې حکومت او نظام لاندې بیا مختلفې ادارې کار کوي، نو ويلی شو چې اداره د حکومت په پرتله وړه وي.

خو دلته اوس خبره دا ده چې طالبان ولې افغان حکومت ته د کابل اداره وايي:

طالبان چې د هېواد او سیمې په کچه علماء، مشائخ، روحانيون او نور هر ډول لوی لوی اشخاص لري، افغان حکومت ته هر وخت د کابل د ادارې خطاب کوي، نو راځئ! وڅېړو چې افغان حکومت دی که د کابل اداره؟؟

د حکومت ځانګړتياوې او مشخصات:

حکومت په څو قومونو باندې د يوه د همغو قومونو د خوښې نظام  ته حکومت وايي. خو دغه نظام بايد ازاد، خپلواک او د خپل ملت خادم وي. چې دغه حکومت به په هر اړخيزه توګه د ماتحتو قومونو د نمائنده او سمبول وي، حکومت بايد د خپلو ديني او ملي وياړونو خدمت وکړي او د هر ډول دفاع توان يې بايد ولري.

خو افغان حکومت پورتنۍ هېڅ وړتياوې نه لري، يعنې نه ازاد دی، نه هم خپلواکي لري، نه خو ملي وياړونه نه يوازې نه پېژني بلکې په امريکا او نورو غربيانو يې پلوري، نه ملت پېژني، نه يې دودونه او عنعنات پېژني، نه د ملت مقدسات پېژني بلکې هر وخت يې توهينوي، نه چېرته دين پېژني، نه پر خپل ملت باندې رحم لري. او نه هم د خپل ملت غم ورځي. بلکې د امریکا په امر او د خپل وحشت او ډالرو د ګټلو لپاره پر خپل ولس هر ډول وحشتونه کوي، پر خپل ولس له هېڅ ډول وحشت او دهشت کوي.

افغان حکومت ځکه بايد د کابل بې واکه اداره وبلل شي چې نولس کاله يې د خپل ولس د خدمت پر ځای د پرديو په خدمت کې تېر کړل، نولس کاله يې د پرديو او کفري ګټو لپاره خپل ولس وواژه، نولس کاله يې خپل ولس ته دردونه، افتونه او مصيبتونه راوړل، د هېواد پېغلې يې کونډې کړې، د هېواد بچيان يې يتيمان کړل او د هېواد هر ډول شمتني يې لوټ کړه.

نو دا چې په افغان حکومت کې دا ډول ناخوالې موجودې وي، نو هيڅکله هم ورته حکومت ويل او د حکومت په سترګه کتل نه دي پکار بلکې بايد د کابل بلواکه اداره وبلل شي.

حکومت يو قانون لري چې دغه قانون بايد د هېواد پر ټولو اتباعو که هغه دولتي لوړ پوړي چارواکي وي او که ټيټ پوړي، که ولس وي او که د حکومت دننه کومه اداره وي، بلکې پر ټولو به يو ډول نافذېږي او پرې تطبيقيږي به.

مګر د کابل په اداره کې بيا قانون يوازې پر کاغذ باندې ليکل شوی دی، هېڅ ډول قانوني جنبه نه لري، د حکومت په دننه کې پر هيڅ يوه شخص هم نه دی نافذ بلکې يوازې په کاغذي بڼه شتون لري. هر څوک پکې بې قانونه دی، ان تر دې چې د حکومت او نظام دننه هر يو شخص په خپل سر دی. نو داسې يوې بلواکه ادارې ته به طالبان څنګه حکومت ووايي؟؟ چې په خپلو عسکرو هم خپل اساسي قانون نشي تطبيقولی.

د کابل کاواکه او بلواکه اداره د دې پر ځای چې ديني مقدسات او ملي نواميس وساتي، په خپو وحشي شپنيو چاپو کې مساجد نړوي، قران کريم پکې سوځوي، ملي نواميس سپکوي. او د افغان ولس د تاريخي اشخاصو په نامه وحشي امريکايي عسکرو ته مډالونه ورکوي. د امريکايي عسکرو په وژنه باندې وير څرګندوي او د دوی له کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.

نو دې ډول بلواکې ادراې ته به طالبان څنګه افغان حکومت ووايي؟؟

مربوطه مطالب

Back to top button