د افغانستان پولو ته نژدې د شپږو هيوادونو پوځي تمرينونه

کابل ټکى کام(دوشنبه، ٢٩ تله ، ١٣٩٨ل)

د” نه ماتیدونکې ورورلۍ” تر سرليک لاندې په دې پوځي تمرينونو کې روسيه، بیلاروس، ارمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قیرغیزستان ګډون کوي. ټاکل شوې ده دا تمرينونه په تاجکستان کې د افغانستان پولو ته نږدې ترسره شي.

د روسیې د مرکزي سیمو د ځواکونو قومندان (الکساندر لاپین) په وينا دا ګډ پوځي تمرينونه نن د تاجکستان په خاوره کې پیلیږي. چې د سيمې په کچه تر ټولو لوی پوځي تمرينونه دي.

نوموړي زیاته کړه: “ددې تمرينونو موخه د نړۍ بې ثباته وضعیت او په ځانګړي ډول افغانستان کې ناسمو حالاتو ته په کتو سره په سیمه کې د قانون له مخې د امنیت د ټینګښت په خاطر د ګډون کوونکو هیوادونو کلک هوډ او ارده څرګندوي.

دغه راز د تاجکستان دفاع د وزارت مرستیال ویلي دي چې په سیمه کې حالات خراب دي او د هرې ورځې په تیریدو نور هم خرابیږي. په سیمه کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو د ځای په ځای کیدو په اړه جدي اندیښنې لرو. د همدې اندیښنو د له منځه وړلو په خاطر دا تمرينونه ترسره کوي.

Related Articles

Back to top button