جنرال سکاټ مېلر: امریکا له افغانستانه ۲ زره نور سرتیري ایستلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ تله ، ۱۳۹۸ل)

افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، دوی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته په پام په تېر یوه کال کې نږدې ۲۰۰۰ عسکر له دغه هېواد ایستلي دي.

نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر مارک ایسپر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي دوی لا هم د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ ته یې ادامه ورکوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د ۲زره سرتېرو په ایستلو سره افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۱۲زرو کسانو ته راټيټ شوی دی.

دامریکا ددفاع وزیر بیا یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یاد تعداد به ۸۶۰۰ ته راښکته کړي.

دامریکا دفاع وزیر دیو خبریال په ځواب کې چې امریکایي سرتیري به وباسي کنه؟ وویل: داهرڅه طالبانو سره دیوې موافقې په اساس تر سره کیږي.

Related Articles

Back to top button