جرمني: د نړیوال قانون له مخې په سوريه د «ترکیې بريد» يرغل دی

کابل ټکى کام(دوشنبه ، ٢٩ تله ، ١٣٩٨ل)

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر “هایکو ماس” په سوریه کې د کردانو په ضد د ترکیې پوځي عملیاتو ته د «یرغل» نوم ورکړى او وايي چې برلین دغه کار ناقانونه ګڼي.
ماس همدارنګه وویل چې ښايي اروپايي ټولنه په ترکیې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
د یکشنبې په ورځ د “اکتوبر په۲۰مه” د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې جرمني د سوريې په شمال کې د کردانو تر ولکې لاندې سیمو باندې د ترکیې پوځي عملیات يو نه توجيه کېدونکى کار ګڼي.
ماس د “زيډ ډي ایف” په نوم رسنۍ سره په خبرو کې وویل: “وروسته له هغه چې موږ په هرڅه خبر شو او وروسته له ټولو هغو څخه چې د ترکیې دولت ورته د قانون اساس وايې، موږ نه شو کولی په دې برخه کې د “ترکيې” نظر ومنو”.
نوموړي زیاته کړې چې موږ په دې باور نه یو چې په کردي وسلوالو باندې برید دې قانوني وي.
په داسې حال کې چې د دبهرنيو چارو د وزير څرګندونې د جرمني د دفاع وزیرې “انیګریت کرامپ کرنباور” په شمول د ياد هيواد یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم تائید کړي دي.
په جرمني کې د ښيې لاسو په یوه غونډه کې د دفاع وزیرې کرنباور وويل چې ترکيې له «دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له رامنځ ته شو يو قوانينو ښکاره سرغړونه کړې، هغه داسې اساسات دي چې شخړې بايد پکې د ځواک او زور پر ځای د دپلوماسۍ اوخبرو پرمټ حل شي.

په دې ټولو سربیره، ترکیه بیا د سوریې د کردانو د واحد ګوند او د کارګر ګوند “پي کي کي” ترمنځ اړیکې چې دواړه په ګډه د ترکیې د حکومت پر ضد وسلواله مبارزه کوي، د خپلو پوځي عملیاتو د توجیې په توګه ګوري.
ترکیه وايي چې له همدې امله دوی هڅه کوي چې د سوریې او ترکیې ترمنځ پر پولو پرتې سیمې د خپلې دفاع په موخه د دوسلوالو له شتون څخه پاکې کړي.
وروسته له هغې چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۹مه نېټه، ترکیې او د دوی ملاتړو سوريايي جنګیالیو د سوریې په شمالي څنډو کې خپل پوځي عملیات پیل کړل، نېږدې يولک او شپيته زره کسان بې ځایه شوي او په سلګونو نور بیا وژل شوي دي.
د بشري حقوقو نړيوالو سازومانونو بیا د ترکیې په مشري د سولې دچيني په نوم د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو په نښه کولو په ګډون د جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله اندېښنې ښودلې دي.

Related Articles

Back to top button