تعجب مه کوئ! چې د ټاکنو پایلې ځنډوي!!

په دري کې یو متل دی چې وایي: سال نو از بهارش پیدا است، او عام پښتانه یو متل کوي وایي چې خدای تعالی د هغه په قدرتونو پېژندل کیږي.

اوس امریکا هم خلک له مداخلو، او چل ول پېژني چې افغانستان ته په حقیقت کې د څه لپاره راغلې او څه کول غواړي؟ او اصلي موخه یې څه ده؟

امریکا چې دلته راغلې او بې خرته لګښتونه یې وکړل او لا هم دوام ورکوي، سرتیري یې ووژل شول او لا هم وژل کیږي، او لا هم د غني له ادارې څخه خپل مخ نه ګرځوي، آخر خبره څه ده؟

هر چا ته جوته ده او د لمر په څېر روښانه ده، او هغه دا چې د اصلي موخه په افغانستان کې داده چې یو سل په سلو کې غربي نظام رامینځته شي او د ځواک مهم واګي ټول د غرب مشربو په لاس کې شي  او بس.

د همدې موخې لپاره یې پر افغانستان برید کړی او د همدې موخې لپاره یې د غرب په کوڅو کې سرګردانه ګرځیدونکي لاسپوڅې افغانان یې راغونډ کړل او په کابل کې یې نولس کاله مخکې حاکم کړل، له همغې ورځې یې مالي، لوجستیکي او نظامي سپورټ او ملاتړ کاوه چې نن یې تر دې ځایه راورسول، امریکا په هیڅ صورت سره نه غواړي چې دغه نولس کلني لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، یواځې د روانو انتخاباتو د مصارفو لپاره ۵ ملیونه ډالر تخصیص او مصرف کړل.

یوازې ټاکنې نه بلکې د افغانستان ټول دولتي او حکومتي واک که هغه پر ځمکه دی او که په هوا کې ټول امریکا په خپلو ټینګو لاسونو کې نیولای،  دغه شان د حکومت ټولې چارې امريکا په خپل لاس کې اخيستي، د اردو او خاصو ځواکونو قومانده او استعمالول په پوره ډول د دوی په خپل لاس کې دي او لکه څنګه یې چې له په نوم ولسمشره نیولې بیا تر اجرائیه رئیسه او بیا تر کابینې او وزیرانو او ولسې جرګې، سنا جرګې او آن تر ولایتي جرګو، او تر والیانو او ولسوالانو د دې ټولو استخدامول او لرې کول په مکمل ډول د امریکا په لاس کې و او دي او تر هغې به وي چې دوی دلته په واک کې وي.

نو په دې بنياد لکه څنګه چې امريکا د کابل د ادارې هر څه په واک اخيتسي او تقريباً له نولسو کلونو راهيسې دغه ډول ټول واک ورسره دی نو ټاکنې هم د امریکا په لاس کې دي، د ټاکنو د پايلو ځنډول هم د امریکا په لاس کې دي، په ټاکنو د خپلو ګټو د خونديتابه لپاره د کوم ګوډاګي او لاسپوڅي برياليتوب هم د امریکا په لاس کې دی او نېغ په نېغه دا دی د امریکا دفاع وزير او د کانګرېس مشرې مداخلت وکړ او د خپل يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې يې د ټاکنو پايلې وځنډولې، نو سوچ مه کوئ! او دا کومه عجیبه خبره مه بولئ چې د ټاکنو پایلې ولې وځنډېدې، د پایلو ځنډول او نه ځنډول هم په پوره ډول د امریکا په لاس کې دي، تاسې نه ګورئ چې له کله ټاکنې پیل شوي د امریکا سفیر له هغې نه لا دمخه او هم راوروسته لکه  جوړو نایی ښکته پورته منډې وهي، کله غني سره ګوري کله عبدالله سره کله نورو کاندیدانو او بړیڅو سره، او کله د ټاکنو کمیسون په مینځه ګرځي راګرځي، ورپسې مو ولیدل چې د امریکا خارجه وزیره لکه د وږې پیشو په ډیرې تیزې سره راغله او له غني او عبدالله سره وکتل، ورپسې لا ورځ نه وه تېره چې د سنا جرګې مشره پلوسي لکه تور ټپوس په کابل کې راښکته شوه او له یوه او بل سره یې پټې او ښکاره لیدنې کتنې وکړې، او بالآخره وار د دفاع وزیر راورسید چې بې له اعلانه د کابل په هوا کې په باګرام هوایی اډې لکه ابوالجن راکوز شو او لګیا دی له خپلو بړیڅو سره د راتلونکي امریکایی حکومت د قدمونو په ټینګولو هدایات او  سپارښتنې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button