پاکستان: مسکو کې دافغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
د اکټوبر په پنځه ویشتمه نیټه مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې پاکستان خپل ګډون اعلان کړ.
پاکستاني چارواکو ویلي دوی ته د مسکو له لوري بلنه ورکړل شوې ده او ټاکل شوې دغه غونډه د روانې میاشتې په پنځه ویشتمه جوړه شي چې دوی به هم پکې ګډون وکړي.
په یاده غونډه کې چې دافغانستان په اړه رابلل شوې؛ پاکستان، امریکا، چین او روسیه پکې ګډون کوي.
دوی به د افغان سولې پر بیا پیل او په هېواد کې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو مفصلې خبرې کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی به د یادو هېوادونو سره یو ځای د افغان جګړې پر پای ته رسېدو او دلته د سولې پر راتګ خبرې وکړي.
پاکستان تر دې وړاندې هم دافغان سولې په اړه دچین او روسیې په کوربه توب جوړو شویو غونډو کې ګډون کړی و، او د روانې جګړې واحد حل یې سیاسي جوړ جاړی یاد کړی و.



