کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل کردي ملېشو ته په اشارې ویلي، که د سوریې په شمالي سیمو کې د امریکا په منځګړیتوب له شوې هوکړې سره سم عمل ونه کړئ؛ سخت به وځپل شئ.
رجب طیب اردوغان نن روسیې ته تر سفر مخکې خبریالانو ته ویلي، د کردانو د خلکو ژغورنې ډله باید له هغو سیمو ووځي چې دوی خپل هدف ګرځولې، څو هلته خوندي سیمه جوړه کړي.
اردوغان زیاته کړې، ترکیه غواړي، د سوریې په خاوره کې خپلې پولې ته څېرمه خوندي سیمه جوړه او هغه دوه ملیونه سوریایي وګړي چې په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله تښتېدلي بېرته خپلو سیمو ته ستانه اوهلته مېشت کړي.
بلې خوا بیا امریکا هم دکردي ملېشو به ملاتړ ترکیې ته ګواښونه کړي، خو ترکان وایي چې له خپل هدف نه په شا کیږي، او دامریکا ګواښونه یې نه اندیښمنوي.
یاد عملیات وروسته تر هغه پیل شول چې امریکایي عسکرو دسوریې له شمالي سیمو وتل پیل کړل، او ترکي ځواکونو دیوې خوندي سیمې د رامنځنته کولو په پار یاده سیمه کې جګړه پیل کړه چې یو شمیر سیمې یې هم تر ولکې لاندې راوستې.

















