کردي وسلوالو ۳ ترکي پلوه سوريايي مليشې وژلي.

کابل ټکی کام (سه شنبه، ٣٠ تله ، ۱۳۹۸ل)
د سوريې په شمال کې د (پې کې کې) د وسلوالې څانګې (وای پي جي) جنګياليو د سوريې د ملي پوځ په نوم د ترکيې د ملاتړو سوريايي مليشو په کاروان سرتيرى بريد کړى، چې په پايله کې يې ٣تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپپان شوي.
د يادونې وړ ده، چې د ترکیې او امریکا ترمنځ د سوریې په شمال کې د ترکیې د پولې نه د کردي وسلوالو د وتلو په سر د شوي پريکړې نه وروسته دا څوم ځل ده چې ددواړه خواوي اوربند څخه سرغړونې کوي.
د امريکا او ترکيې د پريکړې له مخې بايد کردي وسلوال د پنځو ورځو په موده کې د امن سیمې څخه وتلې واى؛ خو په داسې حال کې چې د ټاکل شوي مهال ویش وخت په ختميدو دی، د راپورونو په اساس لاهم کردي وسلوالو سیمه نه ده تخلیه کړې.
د راپورونو له مخې د اکتوبر په ٩ مه نيټه د سوریې په شمال کې د ترکيې لخوا د “سولې چينې” په نوم د پیل شويو عملیاتو په لړ کې د ترکيې د ملاتړو سوريايي مليشو ۸۴ سرتیري وژل شوي او ۳۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.



