تخار: د صفر يک قطعې او کومانډو اتلس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۱، چهارشنبه)
د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې د صفر یک او کومانډو درويشت عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار امنيتي سرچينې وايي، ځانګړو ځواکونو غوښتل په سیمه کې عملیات وکړي خو د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرباڼه کې هم پر صفریک او کومانډو عسکرو د بريدونو پخلی کړی زياتوي د طالبانو بريدونو کې اتلس عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
طالب وياند په خپله رسمي ټويټرپاڼه د وژل شويو انځورونه هم خپاره کړي په وينا يې جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي.
د مجاهد په خبره، عملياتي عسکر يې په شاه تمبولي او د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ مربوط د (مینګچقور بالا وپاین، زردکمر، قروق، قزاق قشلاق، او نوآباد) سيمې يې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه عملیاتو په پايله کې دوه هاموي ټانګونه، پنځه ميله امریکايي ام فور ټوپک، او بيلابيل ډوله په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.



