داسې عینکې چې د هوا په اړه رهنمائي درته کوي!

د عینکو د اختراع نیټه او مخترع په اړه مکمل معلومات نشته خو په ۱۳ مه پیړۍ کې رومانیانو د خط د لوی ښودلو لپاره عینکې په سترګو کولې دا عینکې به یوې سترګې ته اچول کیدې خو د وخت په تېریدو سره داسې ماشینونه ایجاد شول چې د سترګو درجې معلوموي بیا د هغې درجې مطابق عینکې جوړیږي، خو ددغو عینکو تر څنګ ساینسپوهانو د وخت په تېریدلو سره داسې عینکې جوړې کړي چې تېز لمر کې تور رنګ اختیاروي او په سیورې کې بیرته ساده شیشي رنګ اختیاروي خو اوس درته داسې عینکې در پېژنو چې د ګرمې هوا به اړه به درته رهنمايې هم کوي.

دا عینکې یوې امریکايي کمپنۍ جوړې کړي کله چې هوا ډېره ګرمه شي تاسې ته د یوه لوډسپېکر په وسیله خبر درکوي چې په سیوري کې دمه شئ.

د کلیټس په نوم د لمر عینکي که څه هم د فېشن لپاره نه‌ دې جوړې شوي، خو دا ځانګړنه یې ډېره په زړه پورې ده چې له کاروونکي سره یې د هغه د روغتیا په برخه کې مرسته کوي، د سیيول په نوم امریکايي کمپنۍ وايي، دا عینکي له تاسې سره د موټر چلونې پر مهال هم مرسته کوي چې کله ستاسې د موټر دننه ګرم شي، تاسې ته خبر درکوي چې هوا بدله کړئ.

دا عینکې د وزن له له پلوه دومره درنې نه دي، یو ځل چارجیدو سره تقریبا یو شواروز کار کوي بیه په انلاین بازار کې ۱۴ زره افغانۍ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button