ترکيه: له امريکا او روسيې سره په توافق مو ستره سياسي بريا ترلاسه کړه

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١لړم ، ١٣٩٨ل)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “مولود چاوش اوغلو” ویلي چې هيواد يې د امریکا او روسیې سره د سوریې په اړه شويو توافقاتو سره يې ستره سياسي بريا ترلاسه کړې.
نوموړي دا څرګندونې د ترکيې له رسمي خبري آژانس “اناتولیا” سره په مرکه کې کړي. تېره ورځ د روسیې په ستر ښار سوچي کې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ سوريه کې دکردي مليشو په وړاندې د عملياتو د ځڼډ پر سر توافقنامه لاسليک شوه.
د نوموړي په وينا له دې پريکړو سره د نړۍ تر ټولو سترو دوو هیوادونو له لورې د “سولې چینې”پوځي عملیاتو مشروعیت قبول کړ.
هغه وویل که چیرې په هغه سيمه کې چې ترکيې پکې د “سولې چینې” پوځي عملیات پيل کوي د (وايي،پي،جي) وسلوال ولیدل شي له منځه به يو وړل شي.
چاوش اوغلو وویل چې د روسیې او امریکا سره د شويو پريکړو له مخې به د (دپي ، کي ، کي ،) ګوند وسلوالې څانګې(وايي، پي ، جي)غړي به په سوریه کې د ترکیې له سرحد څخه ۳۰ کیلومتره په شا کېږي. دا ۳۰ کیلومتره سیمه به د وسلوالو له نفوذ نه پاکه وي.
هغه ویلي چې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې د وسلوالو لخوا د جوړیدونکي غيرقانوني دولت مخه ونیوله . د “سولې چینې” پوځي عملیات د سوریې د راتلوونکي لپاره یو ډیر ښه او مهم پيل دی.
هغه زیاته کړه چې د سوریې شمال کې، چې ډیری وګړي يې عربان دي، اداره به يي هم عربانو ته ورکړل شي. همداشان د سیمې کوردانو ته به هم په دې اداره کې ځای ورکول کيږي.
هغه د سوريې دحکومت سره د مخامخ تماس او اړیکو په هکله د شوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې کوم تماس او اړیکه نه ده نیول شوې، ځکه چې د بشارالاسد رژیم د هيڅ تړون د تطبیق وړتيا نه لري.



