امریکا ماته شوه!!!

لیکوال: امین وردګ
امریکایانو په (۲۰۰۰) میلادي کال کې (پر افغانستان باندې د برید لپاره) ډول – ډول بهانې را برسېره کړې، مګر کار یې ور نکړ، تر دې چې وروسته یې په خپلو لاسونو د سپټمبر د ۱۱ خونړۍ پېښه رامنځته کړه، مګر پړه یې پر اسامه ابن لادن ور واچوله، خو د برید نښه یې افغانان وګرځول او په (۲۰۰۱) م کال کې یې (پر جنګ ځپلي افغانستان باندې) د اکتوبر پر ۷ -مخامخ ظالمانه او وحشیانه برید وکړ او دلته یې شرعي حاکمیت له منځه یووړ.
لنډوو یې!
غربیانو په نږدې نولسو کلونو کې دلته هغه وحشتونه ترسره کړل؛ چې انسانیت او بشریت دواړه ترې شرمیږي!
خو عجیبه دا ده! امریکایانو به په لومړیو کلونو کې داسې ویل : طالبان د ژوند حق نه لرې، باید یو مخ د ځمکې زړه ته کوز کړل شي، اما هغه دي! نن طالبانو ته لمنې غوړوې.
خو نه! موږ ته نادره نه ده، مګر دوی او نورې نړۍ ته به ارو مرو نادره وي.
موږ (افغانان) تاریخ لرو او همغه زموږ ((خط مشی او خط سیر)) دی!
موږ پوهیږو ؛ که مو د نیکونو په ویاړلو قدمونه تګ و نه کړ ؛ نو افغانان به نه یو او نه به خپل اصالت ثابت کړای شو.
بلې! موږ نړۍ ته په ثبوت رسولې؛ چې مستبددو یرغلګرو ته مو خپله خاوره هدیره ګرځولې ده او د لویو لویو امپراتوریو ځانکندن له همدغه ځایه پیل شوي دي ، نور تاسو تاریخ پسې ګورئ او زه مې خپل مطلب ته راځم!
ټرمپ په زغرده وویل چې ((افغان طالبان جګړو ته داسې روان وي لکه موږ چې سیاحت او تفریح ته ځو))
تاسو نو اوس د دنیا د ملکې (امریکې) پرونۍ نظریه او نننی اعتراف سره مقائسه کړئ او بیا تحلیل پکې وکړئ او نتیجه ترې واخلئ.
ټرمپ خان د لېونتوب او سختې وارخطایۍ له امله -یوه ورځ د هوایي فشار باټه وولي، بله ورځ (د یو میلیون افغانانو په قتلولو سره) د جګړې د ګټلو پوف وکړي، دریمه ورځ افغان جګړه بې ګټې وبولي، په څلورمه ورځ بیا اعلان وکړي؛ چې ټول عسکر اوباسم! که سوله کیږي او که نه، زما یې څه.
یعنې د تېښتې جوت او څرګند اعتراف!
سبحان الله…!
بلکل ناممکنه الله پاک (د پاکزړو افغان مبارزینو په فکرونو او لاسونو سره) ممکنه کړه؛ ځکه چې متکبرې او په مډرنه تکنالوژۍ سره سمبالې غربي او اروپایي ټولنې یې په څو داسې افغانانو ماتې کړې ، چې شلېدلې پاپړي څپلکې به يې (په جګړو کې) په پښو کولې او وچه ډوډۍ به یې په جیب کې پرته وه، په کلاشینکوف کې به یې شل، یا دېرش مرمۍ وې، په هېڅ کمین کې به یې راکټچي ملګري تر دریو زیاتې مرمۍ نه لرلې، خو ټوله کفري نړۍ یې (سره له افغان جوټه خوارو) په ګونډو کړه او ټول غربیان یې (د زېړې بوشکې په برکت) سره ښوره او بوره کړل.
بلې! ټوله کفري نړۍ!!!
ځکه چې نیمه یې د جګړې په ډګر کې ماته کړه او نیمه نوره یې د اسلامي او افغاني سیاست پر مېز باندې.
ټولې نړۍ (د امریکا په مشرۍ سره) زموږ په جنګځپلي ټاټوبي افغانستان باندې (غیر متساوی الجیش او نا انډول ) برید وکړ.
د دوی له خولې! دری ترېلیونه (300000،0000000000) یعنې دری لکه میلیارده آمریکایي ډالر یې په افغان جګړه کې تر اوسه پورې لګولي دي.
له بلې خوا (تش په نوم) ګڼو افغانانو هم- د څو پیسو په بدل کې- کلکې ملګرۍ ورسره وکړې؛ خو څه وشول؟
هېڅ…ټول یو ځای مات او په ګونډو شول!
که دوه پهلوانان په غېږو سره ورشي او بیا یو پکې څملي، څه خبره نه ده، اما که یو وړوکی، بې ځانه او بې زوره ځوان، یو غټ او پنډ نړیوال پهلوان راڅملوي؛ دا بیا ستر پېغور او شرم دی.
هو! افغانانو تل همداسې غټ غټ نړیوال پهلوانان راڅملولي دي، خو دا نور… بیا هم پند نه اخلي.
امریکا وایي: افغان جګړه مو بایللې او ګټه نه پکې وینو، خو طالبان بیا ورته وایي چې: موږ جګړه نه غواړو اما ستړي شوي هم نه یو! که تاسو وزئ، موږ لاره درکوو او که مو جګړې ته نیت وي؛ نو موږ تیار یو.
اوس نو حکومت باید څه وکړي؟
زه خو وایم چې: امریکا تښتي! حکومت ته پکار ده چې له طالبانو سره همدا اوس په یوه لاره لاړ شي، هسې نه چې سبا طالبان بریالي شي او دوی بیا خړې سترګې او بوڅ غوږونه ورته نیولي وي ؛ هغه وخت نو بیا په دوی والله که څوک رحم هم وکړي، بلکې لکه خلقیان او پرچمیان داسې به سره وپاشل شي او و به وژل شي.
الله مې له زړه خبر دی!
زما د هېڅ افغان وینه تویول نور نه دي خوښ، که واک زما په لاس شي، نو تر ټولو هغه پلیت افغان قاتل به هم وبښم ان شاءالله.
آخري توصیه مې (د دولت ټولو کارکوونکو ته) دا ده چې؛ تاسو خو ناکام او مات شوئ، ځکه چې تکیه مو امریکا وه او هدف د ویښو افغانانو ځورول او وژل، خو اوس مو تکیه په نړېدو شوه او ویښ افغانان هم نور (په هغې پیمانه)نه شئ وژلای ان شاءالله ، نو له موقع ګټه پورته کړئ او د سبا له سخت حالت نه مو ځانونه وژغورئ.
قسم کوم چې امریکایان مو نور نه سرونه ساتي او نه مو نسونه، کار یې درنه واخیست، نور به مو د کاغذ تشناب په توګه له جیبه راباسي او په تشنابونو کې به مو (د خپلو سوټو له پاسه) غورځوئ.
زما خو والله که درباندې فرزو وي! هر جک مو چې ووهل، نوش جان مو! خو نور ځانونه بې عزتۍ ته مه ورکوئ.
ټرمپ تېره ورځ د سوریې کُردانو ته په خطاب کې وویل ((امریکا خو څه [۴۰۰] کاله ددوی د ساتنې تضمین نه دی کړی))
جالبه نه ده! د غلام او بادار تر منځ داسې خبرې عادي وي.
اې! داسې او تر دې بتره به تاسو هم ترې واورئ، ځکه چې تاسو فقط پنځه کاله مخکې دائمي نظامي هډې ورکړې، خو اوس مو زموږ رحم ته پرېږدئ او دوی درنه تښتي.
خبره واورئ ! قسم که یو کال هم ټینګ شئ، نو څه فایده چې له عقلونو مو کار نه اخلئ.
که مو خوښه وي او که نه، افغان مبارز زلمي به خامخا کابل ته درشي او له تاسو سره به حساب وکړي ان شاءالله، نو ښه به دا وي چې تاسو مهرباني وکړئ او دوی (طالبانو) ته د تسلیمۍ غټې غټې خبرې نورې مه کوئ، والله چې درته شرم دی، بلکې د خپل راتلونکي غمه مو وخورئ.
نور نو اروپايي او امریکایي تابعتونه هم درباندې د (ط) ټکی شول.
مېلمانه خو مو هغه دي چې پټ- پټ درنه ځي، نو تاسو به سبا څه کوئ؟



