امریکا په ځمکې د یو اینچ له کشفه د سولې تر میزه.!!

ليکوال: فرهاد درمل

امریکا په ځمکې د یو اینچ له کشفه د سولې تر میزه

د اشغال په لومړيو کې د امریکا لاسپوڅو سمیه اېزو راډیویې او ټلویزیونې جاسوسانو امریکا د قدرت هغي ګدۍ ته خیژوله چې د هغه قدرت مالک یواځې الله و،
دوی ظالمانو د څو ډالرو په پار په خپل ایمان برسیره د ضعیفو مسلمانانو ایمانونه هم د زوال تر درشله رسولي وو.

چابه ویل امریکا د ځمکې په سر د یوه اینچ په کشف او ویشتلو قادره ده چابه ویل امریکایان مرمۍ نه خوري چابه ویل امریکا له هغو وسائلو کار اخلي چې له ټولي نړۍ نه یواځي دوئ ترې برخمن دې،چابه ویل امریکا لسګونه لکه اصیل فوځیان لري افغانستان ته یې چې کوم فوځیان رالیږلي هغه څوک دې چې مور او پلار یې نده معلوم او ان تر دې چابه دا هم ویل چې امریکایې فوځیان چې دلته میشت دې ډیری یې انساني شکله له اوسپنې جوړي شوي نانځکې دې چې د کمپیوټر په واسطه حرکت او جنګ کوي.

خو د امریکا او ټولې نړۍ د واکدار او مالک بیا بل رقم فیصله وه، د امریکا شکست ته یې په خپله کنانه(افغانستان)کې له خپل مخلوقه داسې مخلوق زیږولی و چې د امریکا د نړیدونکي قدرت په سمعه به یې ایمان نور هم تازه کیده او له خپل رب سره به یې رابطه نوره هم ټینګیده،ګ.

ویل کیږي چې د اشغال په لومړيو کې مرحوم حقاني صیب ته چا ویل چې له ابرقدرته امریکا سره جګړه لیونتوب ده،
ده رحمه الله وای په ډېره بې پروایي ورته وویل چې ایا د امریکا له توپ او طیارې چې مرمۍ ووځي هم د دوی په اختیار کې ده د استفهام انکاري په ویلو یې بیرته وویل چې نه هیڅکله هم نه له هغه ورسته د هغه چا په اختیار کې ده چې موږ او امریکا دواړه دده په اختیار کې یو چې داسي ده نو جګړه هم ورسره شوني ده.

همدارنګه یو مولوي صیب د یوه شمالي طالب قیصه کوله چې د شمال دې اتل راته ویل چې دیته مې ډیره تلوسه وه چي امریکایان وازمویم چې ایا ریښتیا یې هم مرمۍ نه خوري، دې اتل راته کړه چې کلي ته امریکایان په بې غمۍ راغلل زر مې ځان د درختو یو ځنګل ته کړ یو امریکایې مې د خپل غازي توپک په نښان کې راوستل او ټک مې پرې وکړ چې سمدستي امریکایی ولوید ما هم ټوپک په ونو کې غورځار کړ او زر مې د خلګو په ګڼه ګوڼه کې ځان ور ورسول غازي مجاهد وویل چې زه ور رسیدم دی مردار شوی وو څومره چې دده مرداریدا ته خوشال وم هومره لس چنده دېته خوشال وم چې لله الحمد چې مرمۍ یې خوري.

د افغاني اتلانو په اتلولۍ امریکا دیته را ورسیده چې د جګړې حل د جګړییز حل په ځای په سولییز حل کې وګوري،
او د طالب تر میزه کله یو ځای کله بل ځای لکه وږی سپی منډي وهی.

مربوطه مطالب

Back to top button