کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١ لړم ،١٣٩٨ل)
د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې د جمعیت علماءاسلام (ف) سياسي ګوند د آزادۍ مارچ په نوم لاريون ته اجازه ورکړي.
لومړي وزیر عمران خان د خبرو اترو لپاره د ورليږل شوې کمیټې له غړو سره کتلي چې په ياده ليدنه کې د مذاکراتو کمیټې لومړي وزیر عمران خان ته د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند د آزادۍ مارچ دلاريون په اړه معلومات ورکړي، چې وروسته حکومت د جمعیت علماء اسلام ګوند ته د لاریون کولو اجازه ورکړى.
د راپور پر بنسټ حکومت په خپلې پریکړې کې ویلي چې د سوله ایز لاریونونو سره هیڅ ستونزه نه لري خو که چیرې مخالف ګوندونه د محکمې پریکړو او د اساسي قانون غوښتنو ته په پام سره لاریون ترسره کړي نو د اساسي قانون له مخې به د ازادۍ مارچ اجازه ورکړل شي.
بايد وويل شي چې د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند مشر ، مولانا فضل الرحمن د روانې اکتوبر په ۳۱مه نيټه د دآزادۍ مارچ په نوم دپاکستان د موجوده حکومت په ضد ديو پراخ لاریون اعلان کړی ، په داسې حال کې چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوندونو په ګډون د پاکستان ډيرو نورو سياسي ګوندونو هم د مولانا فضل الرحمن د لاريون د ملاتړ اعلان کړى دى.


















