(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۲، پنجشنبه)
وروسته له هغې چې ترکيې له روسيې سره د سوريې په شمالي برخه کې د عملیاتو د درولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د کردي وسله والو د ايستلو پر سر هوکړه وشوه نو امریکا هم پر ترکيې ټول لګول شوي بنديزونه ختم کړل.
امریکا په سیمه کې د کردي وسله والو پرضد د پيل کړيو عملیاتو له کبله پر ترکيې بنديزونه لګولي و ، د هغه هيواد لوړپوړي چارواکي او درې وزارتونه يې د بنديزونو په ليست کې شامل کړي و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبه پر ترکيې د ټولو بنديزونو د ختمولو اعلان وکړ چې د اکتوبر پر څوارلسمه نيټه پرې لګول شوي و.
ټرمپ وايي، دا چې ترکيې په سیمه کې اروبند ته غاړه کېښوده نو ځکه پرې بنديزونه ليرې شول خو زیاتوي که ترکيه داسې ګام پورته کړي چې د امریکا په ګټه نه وي، د بنديزونو پر موضوع غور کيدلی شي.
د ترکيې او روسيې چارواکي وايي، کردي وسله وال ترکيې سره پر پوله له امن سیمې وتلي او سیمه کې روسي پوځيانو د ځای پر ځای کيدو لړۍ پيل شوې ده.
د يادونې ده، چې ټرمپ له سوريې څخه د ټولو امریکايي پوځيانو د وتلو امر وکړ خو نوموړي یو ځل بيا په ټینګار سره وويل، چې يو شمير امریکايي پوځيان به د سوريې د تيلو د تولید سيمو کې پاتې کيږي، څو هلته د تيلو څاګانې خوندي شي.


















