۳۰۰ روسي ځواکونه سوریه کې د ترکیې پولو سره ځای پرځای شول

کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې نږدې ۳۰۰ تنه روسیي ځواکونه په سوریه کې د ترکیې پولو ته رسیدلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې او روسیې ترمنځه د لاسلیک شوې توافقنامې له مخې ۳۰۰ تنه تازه دمي د روسیې د پوځ پولیس په سوریه کې د ترکیې پولو ته رسیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې روسي ځواکونه به په سوریه کې د ترکېې د پولو نه ۳۰ کیلومترۍ پورې د (پي کې کې/ وای پي جي) ترهګرو او وسلو د ویستلو سره مرسته وکړي.

دا روس ځواکونه ددې ځانګړې دندې په خاطر د چیچینستان نه سوریې ته راغلي دي.

روسیې ویلي دي چې په سوریه کې د حمیمیم د هوايي هډې نه ه باندې ۲۰ زغروالې موټرې سیمې ته ولیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button