څارنوال حشمت عبیدی
د هر عمل تقدس او غیر تقدس والی د تثبیتولو ترازو د اسلام د مبین دین لارښوونې دی، اسلام هر هغه عمل اړ دندې ته مقدسه دنده وایي چې د خدای او یا د خدای د رسول ص لخوا ورته مقدس ویل شوی وي، لکه تعلیم او تعلم، جهاد، دعوت او تبلیغ، حلال سوداګري، حلاله راکړه ورکړه، د اسلام او مسلمانانو چوپړ، او د کفر او شرک پر وړاندې مقابله او مبارزه.
خو هغه عمل او دنده هیڅکله مقدس نه دي چې هغه د اسلام د احکامو او قوانینو او سپارښتنو پر خلاف او برعکس وي، لکه د مزخرفو او منحرفو کتابونو درس او تدریس، د جهاد او مجاهد پر وړاندې جنګ او جګړه، د تبلیغ او دعوت پر مخ خنډ ایجادول، د حرامو توکو سوداګري، سود کول ، رشوت، حرامه راکړه ورکړه او د کفر او کفارو چوپړړ، او د کفر او شرک په ترویجولو کې کار کول.
اوس په افغانستان کې هر هغه اعمال او دندې چې د اسلام په تروازو وتلل شي مقدسې او نامقدسې دندې او کارونه په خپله ځان ښکاره کوي، نو باید چې د اسلام په رڼا کې مقدسو ته مقدس او نا مقدسو ته نامقدس ووایو.
افغانستان ته امریکا راغلې، امریکا یو کفري هیواد دی، چې په ګرده نړۍ کې له ډیرې مودې راهیسې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف هم فکري او هم وسله واله مبارزه کوي، لکه په فلسطين کې د مسلمانانو او د هغوی د لومړۍ قبلې پر خلاف د یهودو او اسرائیلو او صهیونیستي رژیم تقویه کول او تر شا یې دریدل، د رسول الله ص په هیواد (ننني سعودي عربستان کې ) د خپلو لاسپوڅو تقویه کول او د اسلام او دیني علماو پر خلاف د هغوی استعمالول، او خپل ځواکونه په دغه هیواد او د دغه هیواد په ګردچاپیره سمندر کې د سترو کښتیو په واسطه ځای پر ځای کول او عملا دغه هیواد په خپلې کلابندۍ کې ساتل، پر افغانستان باندې برید کول او په لکونو بې ګناه افغانان وژل او داسې نور.
خو دا چې نن هر څوک د دغه وحشي کفارو په چوپړ کې وي او د هغوی وسله یې په اوګو کړي وي، د هغوی معاش اخلي، د هغوی لخوا ټریننګ اخلي، د هغوی لخوا ورته حکم او فرمان صادریږي، د هغوی په قومانده د مسلمانانو او افغانانو پر خلاف جګړه کوي ، د هغوی په امر د شپې له مخې د افغانانو په کورونو چاپې وهي، هغوی له خپلو ښځینه او ماشومانو سره په بې دردۍ وژني، اسلام خو پریږده په هیڅ دین او مذهب او آن په هیڅ انساني چوکاټ کې مقدسه دنده نشي کیدلای، بلکې دا د غلامۍ نامقدسه نده ده، نامقدسه لاره ده، پایله یې هم نامقدسه ده او آخرت یې هم نا مقدس دی چې هغه جهنم ته د تل لپاره ورتلل دي.
دندو او کارونو ته مقدس او نا مقدس ویل د انسانانو د خولو کار نه دی، چې هر څوک دې د خپلې خوښې عمل ته مقدس او نا مقدس ووایي، بلکې مقدس او نامقدس ویل د الله ج او د هغه رسول ص د هدایاتو او احکامو کار دی چې مونږ او تاسې ته یې په قرآن او احادیثو کې راښودلی دی، هیڅوک دا جرأت نشي کولای چې مقدس ته نامقددس او نا مقدس ته مقدس ووايي. په افغانستان کې فعلي حکومت په ټوله معنا نامقدس حکومت دی، امنیتي ارګانونه یې ټول نا مقدس دی، او د یهودو او نصاراو په لاس جوړ شوی حکومت او اراګانونه دي ځکه ورته د اسلام په رڼا کې نامقدس ویلای شو. او که هر څوک د خدای او د هغه د رسول د هدایاتو پر خلاف مقدس ته نامقدس او نا مقدس ته مقدس ووايي بې له شکه چې هغه نور مسلمان نه دی، څرګندونې یې نامقدسه دي او له مینځه وړل یې مقدس کار دی.
















