کابل ټکى کام (يکشنبه ، ٥ لړم ، ١٣٩٨ل)
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف یو ورځنیو، شل اوریزو او ټيسټ سیالیو لپاره د هند پر لور وخوځېده.
وړمه ورځ د ویسټ انډيز خلاف د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټسټ سیالیو لپاره کرکټ بورډ خلاف لوبډله اعلان کړه.
د لوبډلې له اعلان وروسته د کرېکټ یو شمېر مبصرينو پر کرېکټ بورډ او غواروي کیمټې نیوکې وکړې چې ځینې داسې لوبغاړي يې شامل کړي چې وړتیا یې د ځینو نورو په پرتله هیڅ وه.
په دغو لوبغاړو کې حضرت الله ځاځی او اکرام علیخېل و چې نه يې په شپږیزه لیګ، نه په شل اوریزو او نه هم په یو ورځنیو لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي; خو بيا غم د ويسټ انډيز خلاف د لوبېدلو چانس ورکړل شوى دى.
خو نور علي ځدران ته، چې په شپږیزه لیګ کې ښه وځلید، په شپږو سیالیو کې «۳۵۴» منډې وکړې او دغه راز يو ښه اوپنر لوبغاړى هم دى، لوبډله کې ځاى نه دى ورکړل شوى.
دغه راز منیر کاکړ او نجات مسعود هم په بېلا بېلو کورنیو سیالیو کې خپله وړتیا ښيودلې خو د غوراوي کمیټې لخوا په پرلپسې ډول له پامه غورځول کیږي.
ټاکل شوې چې ملي لوبډله به د راشد خان په مشرۍ د ویسټ انډيز پر خلاف د هند په لکنو ايالت “ایکانا” لوبغالي کې د نومبر له ۶مې د دیسمبر تر لومړۍ نیټې یو ورځنۍ، شل اوریزې او ټیسټ لوبه ترسره کړي.


















