اردوغان کردي ملېشو ته: ۱۵۰ ساعته کې له امنو سیمو ووځئ

کابل ټکى کام (یکشنبه ، ۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کردي ملېشو ته له امنو سیمو څخه د وتلو په موخه ۱۵۰ ساعته وخت ورکړی دی.

اردوغان وایي، که دغه وسله وال له امنو سیمو په شا نه شي نو ترکي ځواکونه به په سیمه کې ټولې وسلوالې ډلې سختې وځپي.

اردوغان زیاتوي، کردي وسله وال باید د ترکیې له پولې ۳۵ کیلومتره په شا شي ځکه دغه ډلې ددوی امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه له پوتین سره تر لیدنې وروسته هوکړه کړې وه چې دغه ډلو ته به د وتلو لپاره وخت ورکوي.

مسکو ژمنه کړې چې له امنو سیمو به د کردي وسله والو په وتلو کې همکاري کوي.

اردوغان یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې په ۱۵۰ ساعتونو کې باید دغه کسان له دې سیمې ووځي چې له دې پرته به ترکي ځواکونه ټول وسله وال وځپي.

اردوغان ویلي وو چې د کردي وسلوالو تر وتلو وروسته به یاده سیمه په امن نام سره نوموي، او هلته به بیا د سوریې جګړه ځپلي کډوال مېشتوي.

مربوطه مطالب

Back to top button