کونړ: ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته پیل شوې

کابل ټکى کام (یکشنبه ، ۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې.

د کونړ ولایتي شورا غړیو محمد ساپۍ او شېرزمین رسنیو ته وویل چې “پاکستاني توغندیو” د ناړۍ ولسوالۍ پاشنګر سیمه کې یوه ښځه وژلې او یو نارینه یې ټپي کړی دی.

ښاغلي ساپي زیاته کړه، پاکستان د افغانستان پر خاوره تاسيسات جوړول، ځکه جګړه رامنځته شوه.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان بي بي سي ته ویلي چې لومړنۍ ډزې نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې شوي چې تر اوسه لاهم روانې دي.

تر دې وړاندې هم یاده سیمه کې ددواړو لوریو ترمنځ جګړې شوې وې چې وروسته بیا رامنځته شوی کړکېچ د خبرو له لارې حل شو.

افغان لوری پاکستاني پوځیان د برید په پیل تورنوي چې ګویا لومړی یې په افغان پوځ ډزې کړي چې وروسته بیا دوی خپله دفاع کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button